نیمروز ولایت کې د څلوېښت هټیو د ترمیم له چارو بیا کتنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۵۰
نیمروز

۱۴۴۶/۱۱/۱۷

نیمروز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، مسکلي او تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ۴۰څلوېښت بابه هټیو د ترمیم او اعمار پروژې څخه له نږدې لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي یاسیني وایي، د پروژې پلستر کاري او نورې تخنیکي چارې ترسره شوي دي او دغه راز د هټیو دروازو فریمونه په دقت سره چک شوي دي چې باید د سمپل مطابق د ۲ میلي متر ضخامت پر اساس دوام ورکړي.

نوموړی وایي، د نیمروز د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري پرې ټینګار شوی، چې چارې معیاري سرته ورسوي.

تمه ده ، چې د پروژې بشپړیدو سره به د دې ولایت په سوداګریزو او تجارتي ځایونو کې ستر پرمختګ او پراختیا راشي، چې د خلکو لپاره به یوه منظمه او اسانه سوداګریزه فضا برابره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د ټول هېواد په کچه منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته شي او خلک د خپلې اړتیا وړ توکو ته اسان لاسرسی ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

په نیمروز کې د غیرې پلاني ودانیو د مخنیوي لپاره څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه د نیمروز ولایت د غیرې پلاني ودانیو د مخنیوي څارنه ترسره شوه.

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۵۷
Background image

په ارزګان کې د ولایتي روغتون د دوو تعمیرونو ترمنځ د ګلدان او سړک جوړولو چارې وڅارل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د ولایتي روغتون د دوو تعمیرونو ترمنځ د ګلدان او سړک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت