ميدان وردګ ولايت کې له ۵۰ جريبو څخه زياته دولتي ځمکه تصفيه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۲
ميدان وردګ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تازه ډول د ميدان وردګ ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ۵۹ جريبه دولتي ځمکه تصفيه کړه.

د يادې دولتي ځمکې د تصفيې هدف دا دی چې له بهسود ولسوالۍ څخه د باميان تر تنور دوراهي قريې پورې د سړک غاړې ديوال د جوړولو چارې چټکې شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې د املاکي شخړو د حل، له دولتي ځمکو څخه د شخصي ځمکو د تفکيک او د ټول‌ګټو پروژو د پلي کولو لړۍ چټکولو په موخه يو ميليون او ۲۰۰ زره جريبه دولتي او شخصي ځمکه تصفيه کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت