غزني کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د درېیم پلان له سیمو لیدنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۱:۵۳
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۹

غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه په درېیم پلان کې د ودانیو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

دغه راز، د پارکونو او ملکیتونو د ترمیم د څارنې په موخه له یادې پروژې لیدنه وشوه، چې ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، یاده چاره یې د غزني ولایت د ښاروالۍ اړوند د تدارکاتو د عمومي مدیریت د وړاندیز او د ولایت محترم مقام د حکم پر اساس ترسره کړه.

نوموړی وایي، د لرغونو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم غړو، د غزني ښار په مرکز کې د موی مبارک (حضرت محمد وېښته مبارک) د زیارت او همدارنګه د یاد ښار په مرکز کې د سید احمد مکه ییء (رح) له زیارت لیدنه وکړه، چې په وینا یې د یادو زیارتونو  ځینې برخې د اوبو له امله تخریب شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت موخه دا ده، چې څنګه کېدای شي د لرغونو ساحو او ښارونو د تخریب مخنیوی وشي او ټولې سیمې په خپل ارزښت پاتې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د سرپناه پر لور ثابت ګامونه؛ د مهاجرینو ښارګوټو کې پرمختیایي چارې روانې دي

۲۹/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د بېرته راستنېدونکو مهاجرو اړمنو کورنیو لپاره د ډیزاین شوو ښارګوټو له جملې په ۱۵ هغوی کې یې د سړکونو د هوارولو او د جغل اچونې چارې روانې دي.

د کور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت