د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو
۱۲/۱۰/۱۴۴۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.
یادې پروژې د اړوندو ادارو لپاره د اټکلي بودیجې د ټاکلو، په ساحه کې د ترسره شوو کارونو د حجم تثبیت د کاري پلان او د پروژې د اسنادو له مخې، د لګول شوې بودیجې تثبیت او همدارنګه د پروژو د سم تطبیق په موخه ارزول شوې دي.
له دې جملې څخه، د ۱۸۰ پروژو د کاري حجمونو مشخص لېست د اصلي انجنيري نقشو له مخې، د ۶ ترمیمي پروژو لېست، د ۶ ساختماني پروژو کنټرول او ارزونه، او د ۲۱ پروژو د پاتې کارونو د حجم لېستونه ترتیب شوي دي.
همدارنګه، د برېښنايي شبکو (لوړ او ټیټ ولتاژ) د ۱۶ ترمیمي برخو د کاري حجمونو لېستونه د ساحې له مخې ترتیب شوي، او د ۱۸ ساختماني پروژو چې تر کار لاندې دي یا د تخنیکي او مالي ستونزو له امله درېدلي، د ترسره شوو او پاتې کارونو ارزونه هم ترسره شوې ده.
سربېره پر دې، د امارتي ادارو ۸۴ غیرمنقول شتمنۍ (ودانۍ) په مرکز او ولایتونو کې د ساحې او اړوندو اسنادو له مخې د کلني پانګې د بیلانس د ترلاسه کولو لپاره بیه ټاکل شوې ده.
همداراز، په څو نورو پروژو کې د انجنيري شبکو د پاتې کارونو د بیې براورد هم د منظور شوو وړاندیزونو پر بنسټ ترسره شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو د غوښتنو پر بنسټ، په اړوندو برخو کې د پراختیايي پروژو د کاري حجمونو د کره تثبیت لپاره تخنیکي ارزونه کوي.
