د ګردان دېوال – چغچران د دویم فاز د مالکیت حق تثبیت او بیې ایښودنې چارې بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۰:۳۸
ګردان دېوال – چغچران

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جمهوري ریاست عالي مقام حکم سره سم د ګردن دېوال – چغچران لومړي فاز د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارې تر بشپړولو وروسته، د دویم فاز ورته چارې یې هم پای ته رسولي دي.

د دغې سترې او بنسټیزې پروژې دویم فاز په ټوله کې ۶۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۵۲ کیلومټره د میدان وردګو ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ څخه او پاتې ۸ کیلومټره له بامیان ولایت څخه تېریږي.

د ویلو دی چې په میدان وردګو ولایت کې پر ۵۲ کیلومټره ځمکه باندې څه باندې ۱۴۷ جریبه د خلکو شخصي او کرنیزې ځمکې دي او پاتې دولتي تثبیت شوي دي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ورته وخت کې د یادې اندازې ځمکې ارزښت یې څه باندې ۷۰ مېلیونه افغانۍ تثبیت کړې ده چې د جمهوري ریاست عالي مقام تر منظوري وروسته د خسارې جبران په توګه خلکو ته ورکول کیږي.

د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې مخکې د ګردن دېوال – چغچران سرک لومړي فاز په اوږدو کې هم د ۴۰ کیلومټرو د مالکیت حق تثبیت او ارزښت موندنې چارې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وشوه، ترڅو برخلیک معلوم شي

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وکړه او په یاد ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت