د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۲:۳۰
picture

۱۴۴۵/۹/۱۵

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د پېچ درې ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي نبي الله وایي، د پېچ درې ولسوالۍ د لیچلام د کلي فرعي کلینیک د (یو، این، ایچ، سي، آر) په مالي لګښت جوړېږي، چې ۲۰ کاري او د بستر خونې لري.

د نوموړي په وینا، د یاد روغتیایي کلنیک رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د کیفیت چارې یې د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له خوا په دقت څارل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي او غیر دولتي پروژو له رغنیزو چارو څارنه کوي، تر څو یې ټولې چارې په باکیفیته، مسلکي او معیاري ډول تر سره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال په بودیجه کې د نويو پروژو د شاملولو په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۷/۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروتي په مشرۍ ناسته وشوه چې په کې د دغه وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کريمي بامياني، او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵۳
Background image

په غزني کې د اداري ودانۍ د سیخ ‌بندۍ او سقف د چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د شپږمې ناحیې د اداري ودانۍ د سیخ‌ بندۍ او سقف د چارو څارنه ترسره شوه.

ښاغلي رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د بلخ ولایت د مهاجرینو ښارګوټي له چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي د خط ‌اچونې او سړک جوړونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت