د کور جوړونې تصدۍ د ساختماني پروژو مالي اسناد وڅېړل شول

02/01/1444
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کور جوړولو شرکت د (۹۹) ودانیزو پروژو مالي اسناد د اړوندو مسوولینو په حضور کې وڅيړل.
په دې غونډه کې د کور جوړولو شرکت مسوولینو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ته د هغو پروژو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل چې د تیر حکومت پر مهال یې د جوړېدو چارې نه پیل شوې او نه بشپړې شوې وې.
دغه راز د کور جوړولو تصدۍ مسوولینو له محترم مولوي نعماني څخه وغوښتل، چې د دې پروژو د برخلیک او د څرنګوالي په اړه یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د رغنیزو پروژو د پاتې کارونو د سلنې د ټاکلو په موخه یوه کمیټه وګومارله، ترڅو د پروژو په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې وړاندې او عملي کړي.