د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د غزني له ښاروال سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۴:۰
.

۱۴۴۶/۰۲/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت له محترم ښاروال مولوي حمزه منصور سره وکتل.

په دغه کتنه کې د غزني ښار د ښاري وضعیت، شته ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې وشوې.

د غزني ښاروال محترم مولوي حمزه منصور وویل، په یاد ښار کې ځینې ستونزې شته چې د پلانونو په جوړېدو او تطبیق سره به حل شي.

په ورته وخت کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، لومړی به د غزني ښار په اړه شته پلانونه وګوري، د اړتیا په صورت کې به تخنیکي ټیم ولېږي او له هغې وروسته به تصمیم ونیول شي، چې تفصیلي او یا هم د بهسازۍ پلانونه چمتو شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، هڅه به وکړي چې د غزني ښار ستونزې حل کړي او د ښاري تخلفاتو مخنیوي په اړه جدي ګامونه پورته شي.

د کور او ښار جوړلوو وزارت د منظمي ښاري ودې او پارختیا په موخه بېلا بېل پلانونه طرح او ډیزاین کوي او بیا یې د تطبیق لپاره اړوندو ښاروالیو ته سپاري، چې بېرته د خپلو پلانونو له ښه تطبیق څارنه او نظارت هم کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وشوه، ترڅو برخلیک معلوم شي

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وکړه او په یاد ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت