د کور او ښار جوړولو وزارت د ځینو ریاستونو د ۱۴۰۲ کال کاري پلان و ارزول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۴:۲۳
..

14/8/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ او د دې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست په ابتکار د ماسټر پلان او تفصیلي پلان ریاست او دغه راز د ښاري بیخ بناء ریاست مسؤلینو سره ناسته وکړه.

په ناسته کې، د ۱۴۰۲ کال لپاره د ماسټر پلان ریاست او د ښاري بیخ بناء چارو ریاست کاري پلانونه و ارزول شول او د ۱۴۰۳ کال لپاره پر جوړېدونکي پلان یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ناستې په دوام، د پالیسۍ او پلان محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او ورسره کاري ټیم یې د ‍۱۴۰۳ کال لپاره د کاري پلان پر نوعیت او څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا ځل به پلان له مرکز څخه ولایتونو او مرکزي ریاستونو ته ورکول کېږي او اړوند ریاستونه مکلف دي چې عملي یې کړي.

په ناسته  کې، د ماسټر پلان او د ښاري بیخ بناء چارو ریاستونو مسؤلینو د خپلو ریاستونو امکاناتو ته په کتلو ځینې وړاندیزونه او نظریات شریک کړل، تر څو وکولای شي اغېزمن کاري پلان په ګډه چمتو او راتلونکي کې عملي کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پلان کې لري چې د هېواد په کچه ټولو ولسوالیو، ښارونو او سیمو ته پلانونه جوړ او د عملي کولو لپاره اړوندو ارګانونو ته ورکړي، چې بېرته به د خپل پلان له عملي کېدا څخه څارنه هم کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت