د کابل ښار د پراختیا په موخه ګډه ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۰:۴۲
.

۱۴۴۵/۸/۱۴

د کور اوښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني او د کابل د محترمې ښارالۍ د مرستیال محترم صدرالدین تاجک په مشرۍ ګډ هیئت د کابل ښار د پراختیا په موخه ناسته تر سره کړه.

دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلینو د کابل ښار لپاره د جایکا له لوري جوړ شوي ماسټر پلان په اړه دلایل وړاندې شول او د کابل ښاروالۍ د استازو له لوري د ساساکي پلان او ښاري طراحۍ پلان په اړه دلایل وړاندې شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، هڅه دې وشي چې د شته پلانونو ترمنځ توپیرونه او ځانګړتیاوې په ګوته شي، او د کابل ښار د سړکونو غځولو او انډولیزې پراختیا لپاره دې پلانونه په سمه توګه پلي شي.

د کابل ښاروالۍ محترم مرستیال وویل، د کابل ښار د پراختیا مخکینۍ ستونزې باید حل شي او د کابل شته نفوس ته په کتلو دې پر نوي پراختیايي پلان کار وشي.

په یاده ناسته کې، هوکړه وشوه، چې د وضعیت لا ښه کېدو په موخه دې د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل محترمې ښاروالۍ انجنیران غوره لارې چارې په ګوته کړي چې په راتلونکې ناسته کې به نظرونه توحید او بیا وروسته د ا.ا.ا له محترمې کابینې سره شریک شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS