د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق بهیر له نږدې وڅارل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۱
kabul

۱۴۴۷/۰۱/۱۳

د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کېدو د څرنګوالي ارزونې په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم خپل نظارتي فعالیتونه د ښار د لومړۍ ناحیې له ساحې څخه پیل کړل.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، یاد نظارت چې د لومړۍ ناحیې د ریاست له اړوندو مسؤلینو سره د لازمې همغږۍ وروسته ترسره شو، د باغ قاضي، شور بازار او د ابن سینا روغتون شاوخوا سیمې را نغښتې.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، د دې نظارت هدف، د ماسټر پلان د موادو دقیق تطبیق، د بې ‌نظمې او غیرقانوني پراختیا مخنیوی او د ښاري جوړښتونو ترمنځ د انسجام او همغږۍ ساتل و.

نوموړي همداراز وویل، د ودانیو د ارتفاعاتو رعایت او د استوګنیزو، سوداګریزو، اداري او خدماتي ساحو د اصولو پلي کېدل په ځانګړي ډول تر ارزونې لاندې ونیول شول.

ښاغلی حقاني ټینګار کوي، چې د ښاري نظم د تامین لپاره به نظارتي بهیر لا جدي، دوامدار او مسلکي شي، او له ښاریانو څخه هم هیله کېږي چې له ښاري اصولو سره سم همکاري وکړي، څو یو منظم، پاک او د ژوند لپاره مناسب ښار ولرو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت