د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۲۵ زره جریبه ځمکې د تصفیې او مالکیت حق د تثبیت چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۸:۴
کابل

د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتمآب جمهور رئیس د لارښونې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه د ژمنې سره سم، د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۲۵ زره جریبه ځمکې د تصفیې او مالکیت حق د تثبیت چارې پیل شوې.

دا کار د نوي کابل ښار د جوړولو په موخه، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو پروژو څخه ده ترسره کیږي.

د کابل نوي ښار جوړول د انجنیري او مهندسي معیارونو او د سیمې په کچه د نورمونو او سټنډردونو سره سم؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له کاري لومړیتوبونو څخه دی او دا وزارت په پام کې لري چې د حکومت له اړونده سکټوري ادارو سره په همغږۍ د دې مهمې پروژې د تطبیق زمینه برابره کړي.

یاد وزارت د موجوده ظرفیتونو او د بهرنیو متخصصینو او شرکتونو د تجربې څخه په استفادې؛ ژمنه لري چې د کابل نوی ښار په معیاري توګه جوړ کړي، څو هېوادوالو ته د ښه ژوند زمینه برابره شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کابل نوي ښار د ځمکې د تصفیې او د مالکیت حق د ثبیت چارو له بشپړېدو او همدارنګه د تفصیلي پلان په جوړونې او منظورۍ سره؛ په پام کې لري، د دې ښار زیربناوې لکه سړکونه او پلي لارې، د کانالیزاسیون منظم سیسټم، د اوبو زیرمې او شبکې، د برق منظم سیسټم او نورو مهمو مواردو  له جوړولو وروسته د دې ښار ساختماني چارې پیل کړي.

د دې مهمې پروژې په تطبیق سره به د کابل اوسېدونکي د سیمې په کچه د یوه معیاري ښار شاهدان و اوسي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲
Background image

د شبرغان ښاروالۍ د غالیو اوبدونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۸

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د شبرغان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو  څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

یاده پروژه چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۴
Background image

د طرحې د تطبیق په موخه د الشیخ ښارګوټي ساحوي څېړنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، ټاکل شوې تخنیکي کمېټې د (الشیخ استوګنیز ښارګوټي) له ساحې څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان د تطبیق په موخه ساحوي بررسي ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ، تخنیکي کمېټې، په نوي کابل ښار کې د (صنایع سبز) صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت