د کابل د پخوانیو ښارونو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې او سروې بهیر له میربچه کوټ ولسوالۍ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۲۸
پخواني ښارونه

۱۴۴۸/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست له لوري د کابل ولایت د ولسوالیو د تاریخي او لرغونو سیمو د پېژندنې، تخنیکي او ټولنیزې سروې او جغرافیایي موقعیت د تثبیت بهیر له میربچه کوټ ولسوالۍ څخه پیل شو.

د دې سروې موخه د تاریخي او لرغونو سیمو پېژندنه، د جغرافیایي موقعیت تثبیت، د تاریخي ودانیو د معماري ځانګړنو ارزونه، د سیمو د اوسني وضعیت په اړه د لومړنیو معلوماتو راټولول او د تاریخي او فرهنګي اثارو لپاره د منظم معلوماتي سیستم جوړول دي.

د سروې په جریان کې د تخنیکي ټیم له لوري د تاریخي او لرغونو سیمو موقعیت، حدود، اوسنی وضعیت، تاریخي ارزښت او معماري ځانګړنې ثبتېږي او له سیمې څخه تخنیکي انځورونه هم اخیستل کېږي. همداراز، د سیمې له اوسېدونکو او د تاریخي معلوماتو له لرونکو کسانو سره د خبرو له لارې د سیمو د تاریخ او مخینې اړوند معلومات راټولېږي.

راټول شوي معلومات به د تاریخي سیمو د نقشو جوړولو، د معلوماتو د منظمې زېرمې رامنځته کولو او په راتلونکې کې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، بیارغونې او مدیریت په برخو کې د پلان جوړونې لپاره وکارول شي.

د یادونې وړ ده چې دغه سروې به له میربچه کوټ ولسوالۍ وروسته د کابل ولایت په نورو ټاکل شوو ولسوالیو کې هم د کاري پلان له مخې په پړاوونو کې دوام وکړي، څو تاریخي او لرغونې سیمې په منظم ډول وپېژندل، ثبت او مستندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۳
Background image

په ارزګان ولایتي روغتون کې د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مقام په هدایت، د دغه ریاست مسلکي ټيم د ارزګان ولایتي روغتون د بیړنۍ او جدي پاملرنې څانګو له ساختماني چارو څخه د کار د کیفیت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۵۴
Background image

په روداتو کې د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره ‌بندۍ چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د مهاجرینو ښارګوټي د خط‌ اچونې او نمره‌ بندۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ورسره شاوخوا ۴۰ تنو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت