د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له سوداګرو سره وکتل
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو دولتي ادارو څخه دی او د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره د پانګونې په راجلبولو کې اساسي او بنسټیز رول لري او دا اداره اقتصادي، ټولنیزې ودې او د ښه چاپیریال ساتنې ته ژمن دی.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلې مولوي حمدالله نعماني هوډ لري چې د ښاري سکټور د پیاوړتیا او له سوداګرو سره د پانګونې د ملاتړ په موخه هره ورځ د ياد ادارې له ملي ستراتیژي سره سم د خپلو دندو د پرمخ بیولو او د رئيس الوزرا له لوري د نورو لارښوونو په مطابق د كورنيو او خارجي سرمايه كارانو سره وګوري۔
له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره یې د لیدنې موخه د ځمکې د مدیریت، ملي او ښاري پلان جوړول، ساختماني کارونه تنظيمول او دولتي ملکیتونو د مدیریت په برخو کې پانګونې ته د پام اړول دي، څو په پورتنیو ټولو برخو کې شته ستونزې هوارې شي.
ياد وزارت له خپل هېواد او ولس سره ژمن دې چې د هېواد د پرمختګ او هوساینې په موخه نورو ادارو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش له لارې د ښاري پلانونو په پلي کولو سره او له بلې خوا د پرمختګ په ډګر کې کار وکړي. او د خپلو هیوادوالو ته د کار مناسب زمينه او هیواد د ملي او نړیوالو ښاري معیارونو ته برابرول دې.
