د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د یوناما دفتر د قانون حاکمیت برخې له رئیسې سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۹:۳
picture

 

۱۴۴۴/۰۱/۱۳

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په کابل کې د یوناما دفتر د قانون حاکمیت برخې له رئیسې اغلې مونیکا مارتینز سره وکتل او د ښاري پلانونو د پلې کېدا پر څرنګوالي، د ځمکو استملاک او مهاجرینو او زلزله ځپلو ته د سرپناه جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.

په کابل کې د یونما د قانون د حاکمیت د برخې ریسې د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه  وویل، چې د ښاري پلانونو په پلې کولو او د ځمکې چارو په تنظیم کې یې اساسي رول لوبولی دی.

اغلې مونیکا زیاته کړه، چې ادارې یې د ځمکو د حل او د افغانانو د حقوقو خوندیتوب په برخه کې ګټور کارونه کړي او په دې برخه کې غواړي چې د ښار جوړولو او ځمکو له وزارت سره همکاري وکړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په کابل کې د یونما د دفتر له همکاریو مننه وکړه او وې ویل، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو په برخه کې ګټور کارونه ترسره کړي او د امارت په کچه قانون تصنیف شوی چې د ځمکو برخه کې به ټولو ستونزو ته پوره جواب ویونکی وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا د مشرتابه لخوا د یاد قانون د توشیح کیدو وروسته به د ځمکو د برخې ټولو ستونزو ته رسیدنه وشي.

دغه راز د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، په افغانستان کې د وروستیو اللهي افتونو او همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو لپاره د سر پناه جوړولو په برخه کې د یونما او نورو مرستندویه هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري، تر څو د اړمنو کورنیو ستونزو ته رسیدنه وشي.

په کابل کې د یونما د قانون د حاکمیت د برخې مشرې په ټوله کې د ښار جوړولو او ځمکو  وزارت له کړنو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې له وزارت سره به د بې سرپناه خلکو ته د سرپناه په برابرولو او د ځمکې خوندیتوب د قانون د عامه پوهاوي په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵
Background image

په غزني کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم لخوا د اندړو ولسوالۍ اړوند، د کابل–کندهار لویې لارې په اوږدو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
Background image

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم درې د استنادي دیوال د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم لخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د وړاندیز پر بنسټ، د سلطان. . .

BACK TO NEWS