د چارو د لا ښه والي او تنظیم په موخه له اداري دفترونو لیدنه او ارزونه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۵:۲
.

۱۴۴۶/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د یو شمېر رئیسانو مسؤلینو په شتون کې د وزارت اړوند له ځینو اداري او خدماتي دفترونو لیدنه او ارزونه وکړه.

دمګړۍ د کور او ښار جوړولو وزارت اداري او خدماتي څانګې د کابل په څلورو برخو، سینمای پامیر، د نهمې ناحیې اړوند افغاني دستګاه، څلورم مکروریانو سیمه او خپله په درېیم مکروریانو سیمه کې د وزارت دفترونه ځای په ځای شوي چې ځینې چارې یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.

موخه دا ده چې څنګه کېدای شي ټول دفترونه تر واحد چتر لاندې په ارامه او مناسبه فضاء کې خپلې چارې پر مخ یوسي او هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي. 

ښاغلي مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل، د چارو د تنظیم، چټکتیا او لا ښه والي په موخه به یو شمېر ریاستونه د اوس لپاره د وزارت په مرکزي دفترونو کې ځای پر ځای کړي.

ښاغلي مرستیال وویل، د وزارت اړوند ټول ریاستونه او ادارې که یو ځای شي، چارې به تنظیم، چټکې او دقیقې شي چې ورسره به د هېوادوالو ستونزو ته هم په وخت رسیدنه وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري هیئت او کارکونکي هڅه کوي، چې د وزارت اړوند چارې په وخت او ښه شکل ترسره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS