د پکتیکا انګور هډې د سړک له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۸
picture

20/8/1445

د پکتیکا د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وايي، د ځمکني ترانسپورټ د لوی مدیریت په غوښتنه او د ولایت محترم مقام د حکم پر اساس، د دې ریاست تخنیکي ټیم د شکین ولسوالۍ د انګور هډې د سړک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

د مولوي سیف الجهاد په خبره، د یادې پروژې د کمپکشن چارې ۹۰ سلنه، د هوارولو او د لولنګ کارۍ چارې په بشپړ ډول پای ته رسیدلي دي.

نوموړی وایي، قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه، چې د قرارداد پاڼې مطابق باید د سیند له ډبرو کار واخیستل شي چې له خاورو پاکې وي، تر څو راتلونکي کې کوم مشکل رامنځته نه شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتنه د دولتي او خصوصي پروژو له رغنیزو چارو څارنه کوي، تر څو چارې په انجنیري او مسلکي ډول ترسره او کیفیت او معیار خوندي شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS