د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د ماسټر پلان د تطبیق چارې پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۱۲
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه ولایتونو او ولسوالیو لپاره بېلا بېل پلانونه جوړوي چې په پلي کېدا سره به یې د خلکو ښاري ستونزې ختمې شي.

په همدې لړ کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ بازار ته له کلونو ځنډ وروسته د ولس په غوښتنه ماسټر پلان جوړ کړ.

پکتیکا کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د یاد ماسټر پلان د تطبیق په مهال ورغوښتل شوو مراسمو کې د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالخالق عابد، د علماوو شورا رئیس شيخ عبدالقدوس عظيمي، د اطلاعات او کلتور رئیس، د کرنې او مالدارۍ رئیس، د عامې روغتیا رئیس، د امنیت امر، د فرمانونو د تطبیق رئیس، د عدلیې رئیس، او د نورو بېلا بېلو ریاستو رئیسانو، امرینو، د اورګون ولسوالۍ مسؤلينو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یادو مراسمو کې له خلکو غوښتنه وشوه چې باید د یاد ماسټر پلان په تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي.

د ماسټر پلان په تطبیق سره به د اورګون ولسوالۍ بازار چې د(۹) ولسوالیو مرکز بلل کېږي، په عصري ډول جوړ او د پانګونې او سوداګرۍ لپاره چمتو شي.

په مراسمو کې، د کور او ښار جوړلو محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وویل، د اورګون سربېره یې د ځینو نورو ولسوالیو لپاره خپل مسلکي ټیم برابر کړی چې په بازارونو کې ماسټر پلان د ټولو پړاونو تر بشپړېدا وروسته عملي کړي.

دمګړۍ د پکتیکا ولایت د نورو ولسوالیو لپاره د ماسټر پلان د جوړولو په موخه د توپوګرافي سروې ترسره شوي، چې د نورو پړاونو تر بشپړېدا وروسته به یې د ماسټر پلان د عملي کولو پرانسته وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، په غزني ولایت کې د غزني ښار له پلاني ساحو څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ودانیزو چارو د څارنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي اې ‌اېس ریاست د محترم رئیس په لارښوونه، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د توپوګرافۍ سروې چارې پیل شوې.

د کور او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۲۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپل ښار د لومړۍ ناحیې له بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت