د هرات ښار د بهسازۍ پلان وڅېړل شو.

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۳:۲
herat

7/1/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست الحاج شیخ حمدالله نعماني د هرات له ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي رئيس محترم انجنیر محمد ایوب سیف الجهاد او د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو له رئیس محترم انجنیر عبدالله اکبري او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

د هرات محترم ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي رئيس او محترم د کور او ښار جوړلوو رئیس په دغه ولایت کې د ښاري وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او په ځینو برخو کې یې د حل په موخه غوښتنه وکړه.

په ناسته کې، د هرات ولایت په ولسوالیو کې د شته نیمګړتیاوو، د اصلاحي پلان پر ګټو او د هر اړخیز اصلاحي پلان پر اړتیا خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، د اړتیا پر بنسټ د ځینو ښارونو لپاره د ښه والي پلانونه جوړېږي او د منظمې ښاري پراختیا لپاره لازمه ده چې د هرات ښار هر اړخیز پلان ترتیب شي.

ښاغلي سرپرست وزیر وویل، اړتیا ده چې په کلکه د ښاري سرغړونو مخنیوی وشي او د هرات ښار د دوامداره پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د روان کال د پراختیایي بودجې په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د روان کال د پراختیایي بودجې په تړاو مشورتي ناسته ترسره شوه، چې موخه یې د بودجې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وشوه، ترڅو برخلیک معلوم شي

۱۴۴۷/۶/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي له اوسېدونکو سره ناسته وکړه او په یاد ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت