د نوي کابل ښار د بېرته پیلولو په تړاو ګډې کمېټې خپله لوړنۍ ناسته وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۲:۴۶
mjlv

۱۴۴۳/۱۰/۲۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ د نوي کابل ښار د چارو د بېرته پیلولو په تړاو ګډې کمېټې په ناسته کې د وزارت مسؤلینو او د نوي کابل ښار پانګوالو او پراختیا ورکوونکو خپل لومړني نظریات سره شریک کړل.

د ګډې کمېټې په دغه لومړنۍ ناسته کې د نوي کابل ښار د چارو بیا فعالیت په موخه پر ستونزو او ننګونو خبرې وشوې او ټینګار وشو چې باید ژر تر ژره شته ستونزې او ننګونې ختمې او چارې په نورماله توګه پیل شي.

د ستونزو او ننګونو د ارزونې په موخه کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د نوي کابل ښار په تړاو به هر اړخیز حقوقي، تخنیکي، مالي او اقتصادي اړخونو تر دقیقې څېړنې لاندې نیسي، ستونزې او نیمګړتیاوې به په ګوته کوي او د حل لپاره به یې د کمېټې مشرتابه ته وړاندیزونه کوي.

د شار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د کمېټې ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د اصولو او مقرراتو سره سم دې خپلې څېړنې بشپړې کړي چې ولس، پانګوال او دولت زیانمن نه شي او چارې ژر تر ژره پیل شي.

نوموړي یادونه وکړه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د لارښوونې سره سم باید هڅه وشي چې اسانتیاوې رامنځته شي او بې سرپناه خلک د سرپناه خاوند او ښار منظم شي.

د یادې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې تر هر اړخیزې څېړنې او ارزونې وروسته به په روانه اوونۍ کې خپله دویمه ناسته کوي او د څېړنو موندنې به په دویمه ناسته کې بیانېږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي د نوي کابل ښار چارې ژر تر ژره پیل، خلکو ته خدمات وړاندې او د کار کولو زمینه برابره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار له دوو مهمو سړکونو څخه تخنیکي څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۰

جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي عبدالله فیضان وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د یو باب مسجد شریف د جوړولو له چارو څارنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په استالف ولسوالۍ کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د رسیدګۍ ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم، د یاد ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني تر لارښوونې لاندې، د استالف ولسوالۍ ته سفر وکړ او. . .

BACK TO NEWS