د ننګرهار په طورخم کې د درې جوماتونو د خط اچونې چارې پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۴۳
ننګرهار

۱۴۴۷/۱/۲۸

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله سعیدي وايي،د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري د طورخم سیمې په عمري کمپ کې د درې جوماتونو د خط اچونې چارې رسماً پیل شوې.

ښاغلي مولوي  سعیدي وویل، چې دغه پروژه د حج او اوقافو ریاست په مالي ملاتړ عملي کېږي، او د خط اچونې چارې یې د ریاست تخنیکي ټیم پر مخ وړي، نوموړي ټینګار وکړ چې د یادو جوماتونو ټول ساختماني کارونه به د نقشې او پلان مطابق، په اساسي، معیاري او باکیفیته ډول ترسره شي.

ښاغلي سعیدي له تخنیکي ټیم سره د خبرو پر مهال سپارښتنه وکړه چې د یادو پروژو پر هر پړاو دې لازم نظارت وشي او ساختماني اصولو ته دې جدي پاملرنه وشي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS