د لغمان ولایت د نفتي موادو امریت لپاره دوه بابه دفتري خونې طرحه او ډیزاین شوې
۱۴۴۳/۱۲/۲۵
د لغمان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د یاد ولایت د نفتي موادو امریت لپاره دوه بابه دفتري خونې او یو تشناب طرحه او ډیزاین کړ.
دغه راز د لغمان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د دغه ولایت د مستوفیت لپاره د یوې سپټیک یا فاضله اوبو د څاه طرحه او ډیزاین هم بشړ کړ.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مرکز او ولایتونو کې اساسي معیارونو ته په کتو او د انجنیرۍ منل شوو نورمونو مطابق د ساختمانونو طرحه او ډیزاین کوي، چې د ژوند اړتیاوې او اسانتیاوې هم په پام کې نیول کېږي.
