د فاریاب، قیصار ولسوالۍ کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۴۳
picture

۱۴۴۵/۱۰/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ټولو ودانیزو پروژو او ښارې ودې او پراختیا له چارو څارنه او پالنه کوي.

فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د قیصار ولسوالۍ د ښاروالۍ د یوې ودانیزې پروژې له چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، یاده ودانیزه پروژه د قیصار ولسوالۍ د محترمې ښاروالۍ اړوند یو مېلمستون دی، چې د ودانیزو چارو څارنه یې د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو له لوري ترسره کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ادارو او خصوصي سکتور په غوښتنه، د ادارو د تعمیرونو د جوړولو براورد، سکیچ او نقشې جوړوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

په سرپل ولایت کې د افغانستان بانک د میلمستون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۷

د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا محمد نور نورزاد وايي، د دې ریاست د مسلکي ټيم لخوا د افغانستان بانک اړوند د یو میلمستون له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د پکتیا له ولسي خلکو سره وکتل

۱۴۴۵/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولسي خلکو سره وکتل او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په پیل کې، د پکتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

د پروان ولایت د مرکز لپاره د ښاري پلان تخنیکي سروې وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۶

په پام کې ده چې سږ کال د کور او ښار جوړولو وزارت د هر ولایت د څلور څلور ولسوالیو لپاره د پلانونو جوړولو سربېره د هر ښار سروې ترسره کړي، چې په همدې لړ کې د پروان ولایت د امام. . .

BACK TO NEWS