د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس له قومي مشرانو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۳:۰
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د یاد ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

ښاغلی داملا محمد نور نوراني وایي، یادو مشرانو ترې غوښتنه وکړه چې د ګوسفندي ولسوالۍ بازار ته دې پراختیا ورکړي، ځکه په وینا یې شته وضعیت د خلکو لپاره بسنه نه کوي او اړتیا ده چې پراختیا پیدا شي.

یادو مشرانو سره په ناسته کې د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس داملا محمد نور نوراني ویلي، یاده برخه کې به تر خپلې وسې همکاري وکړي، تخنیکي ټیم به ولېږي چې ساحه له نږدې وګوري او د پلان جوړولو برخه کې به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو پراختیا لپاره ساحې له نږدې ګوري او تر ممکنه بریده هڅه کوي چې د پلان مطابق ښارونو ته د خلکو د اړتیا له مخې پراختیا ورکړي، تر څو رامنځته کېدونکی وضعیت د خلکو اړتیاوو ته جواب ویونکی وي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS