د زرنج ښار او دلارام د عمومي سړک د بیا رغونې له چارو څارنه تر شوه

۱۴۴۶/۷/۲۷
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا د زرنج ښار او دلارام د عمومي سړک د بیا رغونې او د پلچکونو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي مولوي یاسیني وویل، د یاد سړک له چارو له نږدې څارنه تر سره شوه، چې د پلچکونو ځینې برخې جوړیدو ته اړتیا لري او د سړک د اسفالت په برخه کې هم ستونزې موجود وې.
د نوموړي په خبره، قراردادۍ شرکت ته سپارښتنه وشوه، تر څو د دې پروژې چارې د شرطپاڼې مطابق تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیو تر څنک د سړکونو له ودانیزو چارو هم څارنه تر سره کوي.