د دریم پروان له سیمې څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۵۸
پروان سه

۱۴۴۸/۱/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د دریم پروان ښارګوټي له سیمې څخه د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې وارزول شوې، چې د نافذه قوانینو، تصویب شویو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حقونو د احتمالي نقض نښې پکې موجودې وې.

 همدارنګه، له هغو مالکینو څخه چې د خپلو پروژو قانوني اسناد، جوازونه او نور اړوند مدارک یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول چې یاد اسناد د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ته وسپاري، څو له تخنیکي ارزونې او د تصویب شویو پلانونو سره تر مطابقت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د دغې څارنې موخه د تصویب شویو ښاري پلانونو د دقیق تطبیق ډاډمنول، د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت، د ګاونډیانو د حقونو خوندیتوب او د ساختماني کیفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په هلمند ولایت کې معلولینو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د اسلامي امارت د کابینې د محترم مقام د ۱۶مې مصوبې د حکم د تطبیق په موخه، په هلمند ولایت کې هغو مستحقو معلولینو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو زیات غړي یې معلولیت لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ښار د تاریخي ودانیو د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست د ښاري جوړښتونو د تخنیکي څارنې ټیم د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند، د تیمورشاهي مقبرې څخه تر مرکزي پولي ‌کلینیک پورې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۲
Background image

د لوګر ولایت د پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د لوګر پوهنتون د ساحې د توپوګرافي سروې عملي چارې پیل کړې.

دغه سروې د یادې ساحې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت