د اسلام‌کلا بندر د معیاري پراختیا لپاره تفصیلي پلان وروستی او لاسلیک شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۶:۰
اسلام کلا

۱۴۴۸/۱/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د هېواد د سرحدي بندرونو د منظمې ښاري پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو او د بنسټیزو زیربناوو د معیاري تنظیم په موخه، د هرات ولایت د اسلام ‌کلا ولسوالۍ د اسلام‌ کلا بندر تفصیلي پلان لاسلیک شو.

یاد تفصیلي پلان، د سیمې د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو، د نفوسو د ودې، سوداګریزو فعالیتونو، ترانسپورټي شبکو او ښاري پراختیاوو د تخنیکي مطالعاتو پر بنسټ ترتیب شوی، چې په کې د سړکونو شبکه، سوداګریزې او خدماتي سیمې، عامه تأسیسات، شنې ساحې، د ترانسپورټ اسانتیاوې، د اوبو ایستلو سیستم او نورې اړینې ښاري زیربناوې د نافذه معیارونو او اصولو له مخې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په پام کې نیول شوې دي.

د دغه تفصیلي پلان عملي کېدل به، د اسلام‌ کلا بندر د ښاري نظم په ټینګښت، د ځمکې د منظمې استفادې، د پانګونې د فرصتونو په پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر په اسانتیا، د ترانسپورتي خدمتونو په ښه والي او د معیاري ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د اقتصادي او سوداګریزو سیمو د انډولیز ښاري پرمختګ، د معیاري تفصیلي پلانونو د ترتیب او تطبیق او د دوامدارې ښاري پراختیا په موخه خپلو تخنیکي او مسلکي هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت