د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د اوبو د ذخیرې جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه
۱۴۴۸/۶/۱۳
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټيم د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د اوبو د ذخیرې جوړولو له چارو ساحوي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د ذخیرې د سیخ تړلو چارې د پیل په پړاو کې وې. تخنیکي انجنیر د کارونو وضعیت وارزوه او اړوندو کارکوونکو ته یې د ساختماني اصولو او تخنیکي معیارونو د رعایت په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د ارزونې له مخې، د پروژې چارې تر دې مهاله په منظم ډول روانې وې.
