دښار جوړولو او ځمکو وزیر د اغا خان بنسټ د مسکن برخې له مسؤلینو سره وکتل

۱۴۴۴/۰۱/۱۱
د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د اغا خان بنسټ د مسکن برخې له مسؤلینو سره وکتل او په خوست او پکتیکا کې یې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د کور جوړولو په اړه خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د اغا خان بنسټ د مسکن برخې مسؤلینو د خپل دفتر اړوند فعالیتونو او پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په تېرو کلونو کې یاد بنسټ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره په ګډه په ساختماني چارو کې کار کړی او یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
دغه راز دوی یادونه وکړه، چې یو شمېر نورې پروژې لا تر کار لاندې دي چې له بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اغا خان بنسټ د مسکن برخې مسؤلینو وویل، غواړي د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو لپاره چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، کورونه جوړ کړي او دې برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همکارۍ ته اړتیا لري.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د اغا خان بنسټ له همکاریو مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې خوست او پکتیکا ته د سروې په موخه یو هیئت استول شوی چې د سروې بشپړېدو وروسته به بېرته راستانه او هر څه به روښانه شي.
ښاغلي مولوي نعماني وویل، د سروې هیئت په راتګ سره به د زیانمنو اړتیاوې په ګوته شي او له هغې وروسته به د اړوندو ادارو او اغان بنسټ په همکارۍ د هغوی لپاره د کور جوړولو، ښوونځيو جوړولو، روغتیایي کلینیک جوړولو او نورو اړتیاوو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.