خوست ولايت کې يو ښوونځی ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۱۱:۴۹
خوست

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې د خوست ولايت د باک ولسوالۍ په سپېرکي ولسوالۍ کې د شپږ صنفي ښوونځي ودانۍ تر جوړولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارله.

دا ښوونځی په ۷۵۰ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د ماليي وزارت له بوديجې څخه په ۲۳ ميليونه افغانيو ورغول شو.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې روان کال د ۱۰۰ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۳:۰
Background image

د ښاري زیربناوو د خوندي او پراختیا په موخه؛ د کور او ښار جوړولو وزارت له اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناسته وکړه

۱۴۴۷/۸/۳

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم د ویزې کمېسیون خپله ناسته ترسره کړه.

دغه ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل چهل دختران سیمې لپاره تفصیلي پراختیایي پلان ویزه شو، چې تر ډېره بریده به د مسکن کمښت ستونزې راکمې کړي

۱۴۴۷/۸/۳

د کابل ښار د منظمې پراختیا او د مسکن د کمښت د ستونزې د هواري په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د کابل ښار شلمې ناحیې اړوند د «چهل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۳۵
Background image

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د نوي کابل ښار ماسټر پلان او د ریاسة الوزرا محترم مقام له لوري ساختاري پلان منظور شو چې د دغه ښار د ابادۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو با ارزښته عمل دی

۱۴۴۷/۸/۳

په نوي کابل ښار کې پراختیا ورکوونکو شرکتونو او عامو افغانانو لپاره یو ښه زیری همدا دی چې د دغه ښار اړوند ماسټر او ساختاري پلانونه منظور شوي، چې تر چتر لاندې یې بېلا بېل تفصیلي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت