جوزجان کې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي په موخه پرزنټېشن وړاندې شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۳۷
جوزجان

۱۴۴۶/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي په موخه پرزنټېشن وړاندې کړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه پرزنټېشن په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترمو کار کوونکو ته وړاندې شو.

موخه دا ده، چې څنګه کېدای شي په یاد ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست کار کوونکي په سمه توګه د ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي او د یوې منظمې ښاري ودې او پراختیا لپاره تابیا ونیسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو کار کوونکو د کاري ظرفیت لوړولو په موخه بېلا بېل پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې ځینې یې پلي شوي او د پاتې نورو لپاره هڅې روانې دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د ساختماني شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

۲۴/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر  محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ښاري چارو له  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره یو ځای د "اوکسینا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو کروکي او کوردینات په بشپړ ډول راټول شول

۱۴۴۶/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي اخندزاده وایي، په دې وروستیو کې یې د انکشافي پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

BACK TO NEWS