جوزجان ولایت کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۳
جوزجان

۱۴۴۶/۰۹/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي تیم یې په جوزجان ولایت کې د څار په مهال له ښاري سرغړونو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم یې په جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالله فیضان په لارښوونه او همکارۍ دغه ولایت کې چارې پیل کړي دي.

نوموړی وایي، د څار په مهالد شبرغان ښار په (ایف) ساحه کې د هغه پروژې چارې وځنډول شوې چې، د پلان خلاف یې روانې کړې وې.

مولوي حقاني زیاته کړه، د شبرغان ښار (ایف) ساحه چې په پلان کې سوداګریزه ده او هلته په کې هټۍ جوړېدې، خو دغه هټۍ په تغیر د شکل سره جوړېدې چې دا یوه غیرې پلانې هڅه ده.

نوموړی وایي، مالکینو ته یې لارښوونه وشوه چې، چارې د ایف ساحې د تفصیلي پلان مطابق سرته ورسوي او له سرغړونو دې ډډه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې قانون ته درناوی ولري، عملي یې کړي او د ښارونو له بې نظمه کولو دې ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۵۴
Background image

د مسکن مرستیال د کابل د پیروزي ښارګوټي د استوګنیزې پروژې څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال  الحاج مولوي ګل زرین صابر د کور او ښآر جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت