تیره ورځ سه شنبه په راستنوشوو مهاجرینو باندې (۱۳۰۹) استوګنیزې نمرې وویشل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۵
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني تل په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو مهاجرو د ستونزو حل، د هغوی د اساسي اړتیاوو پوره کول او د دایمي اسکان برابرول خپل مهم مسؤلیت ګڼي.

دغه نمرې د سه ‌شنبې ورځې په جریان کې هغو سلګونو کورنیو ته ووېشل شوې، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راستنې شوې دي، څو د هغوی لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابره شي.

د دغې پروسې په ترڅ کې، په ننګرهار ولایت کې ۲۸۶، پکتیکا کې ۴۰، زابل کې ۲۰۰، پکتیا کې ۲۶، لوګر کې ۱۶۵، کندز کې ۱۶۲، غزني کې ۸۰، فراه کې ۳۰۰ او هلمند ولایت کې ۵۰ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وسپارل شوې.

په ټوله کې، د سه شنبې ورځې په جریان کې (۱۳۰۹) استوګنیزې نمرې ووېشل شوې، چې ورسره د هېواد په کچه د وېشل شوو نومرو مجموعي شمېر ۲۴ زره او ۱۶۰ ته ورسېد.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو او د استوګنیزو ښارګوټو د پراختیا لړۍ به په چټکۍ او دوامدار ډول روانه وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت