بلخ کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۶
بلخ

ښار جوړولو او ځمکو وزارت بلخ ولایت کې د غصب پر وړاندې د مبارزې په لړ کې په تازه توګه په دوو پړاوونو کې څه باندې ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد کړه.

د دې اندازې ځمکې په لومړي پړاو کې د حیرتانو په دوه لاري کې څه باندې ۵ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد او پرې جوړ شوي ملکیتونه هم وران شول.

پر دې سربېره د مزار شریف ښار ته نږدې په دشت شور سیمه کې هم څه باندې ۱۵ زره جریبه غصب شوې ځمکې له ډلې څه باندې ۷۰ سلنه ځمکه استرداد شوې او پاتې ۳۰ فيصده باندې چې ښارګوټي جوړ شوي دي، ډېر ژر به استرداد شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همدا رنګه د دغې اندازې دولتي ځمکې د غصب په تړاو په لسګونه تنه غاصبین هم پېژندلي دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د پوښتنو او ګروېږنو لپاره ور وپېژني.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بلخ ولایت کې له ۱۸۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې څخه څه باندې ۸۰ زره جریبه یې استرداد کړې او ژمنه کوي چې پاتې نوره به هم ډير ژر استرداد کړي.

د یادونې ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې پر استرداد سربېره، ۱۸۸۲۳ غاصبین پېژندلي او له دې ډلې يې ۱۵۸۲۳ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته هم ور پېژندلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې له یو شمېر قطریانو سره وکتل

۱۴۴۷/۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافة خیریه بنسټ له لوړپوړو مسؤلینو سره وکتل.

دواړو لوریو په دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
Background image

په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت