بلخ ولایت کي د ښارې تخلفاتو مخنیوي په موخه له بېلا بېلو ساحو لیدنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۷
بلخ

۱۴۴۶/۰۹/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې بلخ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عین الدین حامد په لارښوونه او همکارۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې د مزار شریف ښار له (۱۲) برخو څارنه وکړه او ځینې سرغړونې یې په نښه کړي دي.

نوموړی وایي، د ښاري سرغړونو مرتکبینو ته د پلان تطبیق په اړه لارښوونه وشوه، روانې چارې یې وځنډول شوې او موضوع رسماً د مزار ښاروالۍ له محترم ریاست سره شریکه شوه.

دغه راز، د شته سرغوړونو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته هم راپور استول شوی دی.

د یادولو وړ دی چې، د مزار شریف ښار د ۱۳۵۲ کال ماسټر پلان له مخې په ۲۳ برخو وېشل شوی چې، یو شمېر برخې يې تفصیلي پلانونه لري او ځینې نور یې نه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د سمنګان ولایت د مقام د سړک د جوړولو پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۷

د سمنګان ولایت د مقام د سړک د اعمار پروژه د چارو د چټک پرمختګ په حال کې ده او تر دې مهاله شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړه شوې ده.

یاده پروژه د سمنګان ولایت د محترمې ښاروالۍ له ‌خوا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

په هرات کې د تاریخي ابداتو د زیانونو پېژندنه او د رغنیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست د محترم رئیس په وینا، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات ولایت په یو شمېر سیمو کې د تاریخي آبداتو د زیانونو پېژندنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښار کې له یو شمېر ودانیزو پروژو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۶/۲۶

د منظمې ښاري ودې او پراختیا او د غیر پلاني انکشاف څخه د مخنیوي په موخه په دې وروستیو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله شلمه ګڼه فرمان صادر شو، چې له مخې یې د کور او ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت