بدخشان ولایت کې په شنه ساحه کې له جوړېدونکې ودانۍ د مخنیوي هڅې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۲:۳۵
بدخشان

۱۴۴۶/۰۷/۰۴

بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله اللهي وایي، د دغه ولایت په شهر جدید کې د ټولګتو چارو محترم ریاست ته څېرمه د یو څلور پوړیزې ودانۍ له چارو د مخنیوي هڅه وکړه، چې د پلان خلاف جوړېږي.

ښاغلی مولوي ولي الله اللهي وایي، یاده څلور پوړیزه ودانۍ په خپل سر په شنه ساحه کې او د ویزه شوې نقشې پرته جوړېږي، چې څو ځله یې دوی نورو اړوندو ادارو ته په تړاو خبر ورکړی او مکتوبونه یې ور استولي، خو مخنیوی یې نه دی کړی.

نوموړی وایي، اوس اړ شو چې خپله د یادې ودانۍ مالک ور وغواړي د پلان او ساحې په اړه معلومات ورکړي او د چارو له پرمختګ یې منع کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ساحه کې د غیر پلاني او غیر قانوني کړنو په تړاو اړوندو ادارو ته خبر ورکوي، څو یې هغوی مخنیوی وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۵
Background image

په نوي کابل ښار کې د ساختماني شرکتونو د ستونزو په اړه خبرې وشوې

۲۴/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر  محترم الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ښاري چارو له  محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني سره یو ځای د "اوکسینا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د څه باندې څلوېښت ساحو کروکي او کوردینات په بشپړ ډول راټول شول

۱۴۴۶/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د حقوقي اعتبار ورکولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله صادقي اخندزاده وایي، په دې وروستیو کې یې د انکشافي پروژو د کیفیت د لوړولو په موخه له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

BACK TO NEWS