کور او ښار جوړولو وزیر د جلال اباد له نوي ښارګوټي لیدنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۵۵
ننګرهار

۱۴۴۷/۶/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، ختیځ زون ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار له نوي ښارګوټي څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي وزیر د دې لیدنې اساسي موخه د نوي ښارګوټي د پرمختګ، ستونزو، او موجود وضعیت له نږدې ارزونه وه، څو د عملي کارونو د چټکتیا په اړه زمینه برابره شي.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تمه لري چې د پروژې تطبیقي چارې لا منظمې او ګړندۍ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، هڅې کوي، تر څو خلکو ته د معیاري مسکن، مناسبې سرپناه او ښاري خدمتونو د برابرولو زمینه نوره هم پراخه کړي او په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه په مثبت ډول را وپاروي.

د جلال اباد نوی ښارګوټی د ښار په سرخ دېوال سیمه کې موقعیت لري، چې د جلال اباد –تورخم مهمه لویه لاره پرې غځېدلې ده او د ستراتیژیک ارزښت له امله د ښار د پراختیا لپاره مهم او اړین بلل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د یاد ښارګوټي د چارو د لا ښه همغږۍ او پرمختګ لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې وزارت به د خلکو د هستوګنې د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

کونړ کې زلزله ځپلو ته د نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې

۱۴۴۷/۶/۱۱

کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، په دې ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د لس بابه نورو کورونو د جوړولو چارې هم پیل شوې.

ښاغلی مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

په کابل کې د سرې میاشتې ښارګوټي غیر قانوني ودانۍ او ښاري تخلفات وڅارل شول

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سرې میاشتې ښارګوټي اړوند ښاري تخلفات په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۱
Background image

په بدخشان کې د انجنیرانو لپاره د ټوتل سټېشن عملي روزنه بشپړه شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس انجینر حافظ محمدیوسف لطیف وایي چې د دې ریاست مسلکي ټیم د بدخشان ولایت مرکزي ولسوالۍ ته د تخنیکي انجنیرانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت