فراه ولایت کې د خپلسرو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۰۷/۰۵
د کور او ښارجوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخلفاتو مخنیوي ټیم یې د فراه ښار په پنځمه (۵) ناحیه کې د خپلسرو ودانیو له جوړېدو مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، په پنځمه ناحیه کې دغه جوړېدونکې ودانۍ خپلسري کورونه وو، چې له منل شوې نقشې پرته یې چارې روانې وې.
نوموړی وایي، د کورونو مالکینو ته لارښوونه وشوه چې چارې وځنډوي او د کړنلارې له مخې نقشې جوړې او ویزه کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د غیرپلاني او ویزه شوې نقشې پرته د ودانیو له جوړېدو مخنیوی کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې ښاري سرغړونې وکړي.