د فاریاب ولایت په هوایي ډګر کې د یوې پروژې چارې روانې دي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې څارنه کوي
۱۴۴۷/۹/۱۴
فاریاب ولایت کې د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت په هوایي ډګر کې د یوې جوړېدونکې ودانیزې پروژې له روانو چارو تخنیکي څارنه وکړه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه، چې په کې د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خال میرزا ذوالفقار هم ګډون درلود.
یاده پروژه د یو باب مسجد شریف ده، چې د هوایي ډګر د امریت اړوند کېږي او تر دې دمه یې ودانیزې چارې څلوېښت (۴۰) سلنه پرمخ تللي دي.
د ترسره شوې ارزونې له مخې، د جومات شریف د پروژې ټولې ترسره شوې چارې د منظور شوي پلان او انجنیري معیارونو سره سم عملي شوې دي.
قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د پروژې د کار په ټولو پړاوونو کې دې نظارتي انجینران په جریان کې وساتي او چارې دې د دوامدار تخنیکي نظارت لاندې پر مخ یوسي، څو د کار کیفیت او شفافیت په بشپړه توګه تضمین شي.
