په لغمان کې د مستوفیت د مسجد شریف ودانیزې چارې وڅارل شوې
۱۴۴۷/۴/۴
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ارشاد، حج او اوقافو اړوند مسجد چې د مستوفیت په انګړ کې جوړېږي، د ګډ هیئت په شتون کې یې ودانیزې چارې څرالې.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، په څارنې کې څرګنده شوه چې د سیخبندۍ او قالب بندۍ چارې بشپړې شوي او د سپلونو له پاکولو او کیفیت د تایید وروسته د کانکریټ اچونې اجازه ورکړل شوه.
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښارونو او عامه ودانیو د معیاري جوړښت لپاره په دوامداره توګه څارنه ترسره کوي. د یاد مسجد د کانکریټ اچونې چارې د تخنیکي معیارونو په رعایت سره د خلکو لپاره د خوندي او دوامدار عبادت ځای برابرولو هدف لري.
