په غزني کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۱/۱۵
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په اب بند ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، د مسجد شریف د ځینو برخو د سیخ بندي، قالبندي، د ځینو برخو د کانکریټ اچونې او د عمومي دروازې د پایو د سیخ بندۍ چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قرار دادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.