په سرپل ولایت کې د ښاري تخلفاتو ممخنیوی وشو

۱۴۴۶/۳/۲۶
د سر پل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، د دې ریاست د ښاري تخلفاتو د مسلکي ټیم لخوا په سرپل ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.
ښاغلي نوراني وویل، د دې ریاست تخنیکي ټیم د سرپل ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د ځینو ودانیو له ودانیزو چارو لیدنه وکړه، چې د ځینو ودانیو چارې د نقشي خلاف روانې وې، ودانیزې چارې یې وځنډول شوې او د کورنو مالکینو ته وویل شول تر څو خپلې نقشې ویزه کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ښاري تخلفاتو په موخه له ودانیزو چارو څارنه کوي تر څو ښاري پراختیا د پلان مطابق تر سره شي.