مالي او اداري مرستیال د اداري ریاست کړنې و ارزولې
۱۴۴۳/۱۲/۲۴
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد وزارت د اداري ریاست چارې او فعالیتونه و ارزول.
لومړی د اداري ریاست مسؤلینو په تېره یوه میاشت کې د خپل ریاست اړوند ترسره شوو چارو او لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په وینا یې د قانون او اصولو سره سم یې چارې ترسره او پرمختګ کړی.
ښاغلي اداري رئیس وویل، د وزارت اړوند مرکزي او ولایتي نقلیه وسایطو، تجهیزاتو، اوبو او برېښنا، او نورو ټولو خدماتو برخو کې څارنه شوې او تر یو بریده ستونزو ته رسېدنه شوې.
د ښار جوړولو او ځمکو محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یاد ریاست چارې مثبتې و ارزولې او او د چارو د لا منظم کېدو او پرمختګ برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
