کندهار کې د استئناف څارنوالۍ د اداري تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۷
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د استناف څارنوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي سعید وویل، د پروژې د ودانۍ د داخلي برخو رنګمالي، د روښنايي ځایونو فلزي پوښښ، د تشنابونو لاندې برخې قیر اچونه او نورې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.