د المان هېواد او هلته میشت افغان پانګوال لېوالتیا لري چې د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي

۱۴۴۵/۳/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په المان کې د افغان جرمن د همغږۍ ټولنې له رئیس محترم الیاس عمر او په کابل کې د افغان جرمن د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست محترم محمد ذکریا احمدي سره وکتل.
په دې ناسته کې الیاس عمر په تخنیکي او انجنیري برخو کې د مرستو او د الماني پانګوالو د جذب په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
نوموړي زیاته کړه، په المان هېواد کې ډېر شرکتونه د کور جوړونې په بېلا بېلو برخو او ښاري چارو کې ښې تجربې لري او ځينې شرکتونه لېوالتیا هم لري چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته ښه راغلاست وایي، ملاتړ یې کوي او اسانتیاوې ورته برابروي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې پانګونه کوي.
نوموړي زیاته کړه، دوی په افغانستان کې د کور او ښار جوړولو برخه کې لازمه زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، په افغانستان کې ډېری پروژې پانګې اچونې ته چمتو دي چې له ډلې یې د نوي کابل ښار ستره ملي او با ارزښته پروژه ده چې د بیخ بناء (زیربنا) په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري او پانګوال کولی شي، چې دغه برخه کې هم پانګونه وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.