په پکتیکا ولایت کې د مامورینو د ښار ګوټي تفصیلي پلان ترتیب او انکشافي ساحه یې کروکي شوه

1445/1/16
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د مامورینو د ښار ګوټي تفصیلي پلان ترتیب او پراختیايي ساحه یې کروکي کړه.
د دې ښار ګوټي ځمکه چې پخوا سروې شوې وه له براورد څخه کمه وه په همدې خاطر د دې ښار ګوټي دوه خلاصې برخې د 73 جریبه ځمکې په اندازه پراختیا ومونده حدود یې مشخص او کروکي شول.
همداراز د دې ښار ګوټي تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت لخوا طرحه او ترتیب شوی یاد ښاردګوټي کې هستوګنیز کورونه، سوداګریز مارکیټ، ښوونځی، مسجد شریف، روغتیایي کلینیک، تفریحي پارک او نورې برخې شاملې دي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.