محترم محمود کرزی: د نویو ښارونو جوړونه، د هرات او جلال اباد ښارونو پراختیا او د املاکو اساس الکټرونیکي کېدل زما درې اساسي لومړیتوبونه دي
ښار جوړولو او ځمکو سرپرست او نوماند وزیر محترم محمود کرزي د ښار جوړولو، مالي او اداري، کور جوړونې، ساختماني او ځمکوالۍ چارو تنظیم معینانو سره مل د وزارت په جوړښت کې له رییسانو، د برنامې او پروژې مشرانو او یو شمېر نورو کارکوونکو سره وکتل.
د کتنې په لومړي سر کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمود کرزي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د جلالتمآب جمهور رییس باور څخه یې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د حکومت لیدلوري سره سم ورسپارل شوي چارې به په سمه توګه ترسره کړي.
محترم محمود کرزي دغه راز زیاته کړه چې خلک د عملي کار په تمه دي او د دي غوښتنې پر ځای کولو لپاره اړینه ده چې په اړوندو برخو کې بېروکراسي پای ته ورسیږي او تر ډېره پر عمل او له هغه د پایلې پر اخیستو ټینګار وشي.
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په ټینګار سره وویل چې له دې وزارت څخه د خلکو تمې کچه لوړه ده، خو په ادارو کې بیا تر ډېره پورې د خلکو اړتیاوې او غوښتنې په پام کې نه نیول کیږي.
محترم محمود کرزي همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لیدلوري سره سم د کابل نوي ښار جوړېدل، د جلال اباد او هرات منظمه پراختیا او د ټولو املاکو د اساس الکټرونیکي کېدل یې درې بنسټیز لومړیتوبونو دي.
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل، د نویو ښارګوټو جوړېدو اساسي موخې اوسنیو ښارونو کې د نفوسو کمېدل او د معیاري عامه خدمتونو وړاندې کول دي.
محترم محمود کرزي د خپلو خبرو په دوام وویل، د ښارګوټو په جوړونې کې به له کورنیو ظرفیتونو ګټه پورته شي. نوموړي همدا راز وویل، ښاري سکټور اړوندو ادارو په ځانګړې توګه ښاروالي ګانو سره به په ګډه او پور همغږي اوسنیو ښاري ستونزو ته رسېدنه وشي.
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر ټولو کارکوونکو ته په خطاب وویل، د دفتري اصولو جدي رعایت او د چارو پر وخت او ښه ترسراوي او د کاري چاپېریال ډسپلین ته پاملرنه دې خپل لومړیتوبونه وبولي.
محترم محمود کرزي وویل، ښار جوړولو او ځمکو وزارت به تر دې وروسته په ټولو برخو کې په یوه عملي وزارت بدل شي.
د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر په پای کې یو وار بیا له ټولو کارکوونکو څخه په مننې د ګډ کار او د چارو په ترسراوي کې د پوه ژمنتیا ډاډ ورکړ.
