له دهمزنګ تر کوټه سنګي غځېدلي سړک کې ځینې نیمګړتیاوې په نښه شوې

۱۴۴۶/۷/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په کابل کې له دهمزنګ تر کوټه سنګي د غځېدلي جوړېدونکي سړک څارنه وکړه، چې ځینې نمیګړتیاوې په نښه شوې.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د تخنیکي نقشو له مخې، ولیدل شو چې د یاد سړک په ځینو مهمو برخو کې نیمګړتیاوې وې، چې اړوندو مسؤلینو ته یې د اصلاح په اړه لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
نوموړی وایي، کله یې چې انجنیران ساحې ته ولاړل د نقشې له مخې، په یاد سړک کې تر اوسه څو متفاوت کارونه شوي وو، چې د ویالې او شنې ساحې په اندازه کې خپلسري تغیرات راوستل شوي وو، د پلي لارو اندازې کوچنۍ شوې وې او داسې نور.
د یاد ریاست انجنیرانو تفاوتونه په نښه او د اصلاح لپاره یې اړوندو مراجعو ته سپارلي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت موخه دا ده، چې ټولې چارې معیاري او د منل شوي پلان او نقشې له خې سرته ورسېږي، تر څو په راتلونکي کې ولس له ستونزو سره مخامخ نه شي.