د هېواد په کچه د پانګونې برخه کې یو بل ستر ګام پورته شو

۱۴۴۶/۶/۸
د کور او ښار جوړولو وزارت په هڅو او ابتکار د نوي کابل ښار لومړي فاز په (2.6) فرعي برخه کې د پلان او نقشې مطابق عملي چارې پیل شوې.
د پرانستې په دغه مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې پروژې په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې وزارت به نوی کابل ښار د پلان مطابق په معیاري ډول سرته ورسوي.
په مراسمو کې د خصوصي سکتور استازو، هر یو د خاور ساختماني شرکت مشر ښاغلي سید مقدم اغا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د صنعت کارانو ټولنې مشر ښاغلي عبدالجبار صافي
د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کور اوښار جوړولو وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو لپاره یې زمینه برابره کړې، اسانتیاوې یې ورته رامنځتنه کړي او بشپړ ډاد یې ورکړی دی.
دوی زیاته کړه نور پانګوال به هم وهڅوي چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي.
د پرانستې په دې مراسمو کې، د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانکونې ته وهڅول، او زیاته یې کړه، په نوي کابل ښار کې د استوګنې، سوداګرۍ، صنعتي او کرنیزې سیمې شته چې د دې ښار په جوړېدو سره به په اوسني کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
په دې مراسمو کې، د بهرنیو چارو وزارت محترم سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل، تر هر بل وخت اوس په افغانستان کې پانګونې ته ډېره زمینه برابره ده او په خبره یې افغان پانګوال دې د نورو هېوادونو په ځای خپل وطن کې پانګونه وکړٍي.
نوموړي وویل، هغه پانګوال چې نورو هېوادونو کې پانګونه کوي او خپل وطن او خلک یې هېر کړي له خپل هېواد سره ستره جفا کوي.
دغه راز په مراسمو کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په لنډ وخت کې ډیره ابادي شوې، چې دوام لري.
نوموړي د نوي کابل ښار د لا ابادۍ او د ریل پټلۍ تېرولو برخه کې د همکارۍ ټټر وډباوه چې ګڼ شمېر پانګوال به وهڅوي.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت محترم مرستیال مولوي صدر اعظم حقاني وویل، د کرنې وزارت ژمن دی چې د نوي کابل ښار په زرغونتیا او لا ښکلا کې همکاري وکړي.
ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت محترم ارشد سلاکار فاروق اعظم وویل، نوي کابل ښار ته د بنجشېر د اوبو په رالېږد کې یې هڅې پیل کړي چې مثبته پایله یې ورکړي او ډېر ژر به دغه چاره سرته ورسوي.
د عملي چارو د پرانستې په دغه مراسمو کې، د طلایي ښارګوټي شرکت محترم مسؤل فواد صافي وویل، خوښ دی چې په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی او پانګوال کولای شي په ډاډه او ارام زړه په بېلا بېلو برخو او ځانګړې توګه د معیاري مسکن او منظمې ښاري ودې او پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلي صافي وویل، په (۱۹۰۰) جریبه ځمکه کې به د کور او ښار جوړولو وزارت د پلان او نقشې سره سم په معیاري او باکیفیته توګه عملي چارې پر مخ یوسي او شاوخوا اووه سوه (700) میلیونه ډالره پانګونه به وکړي.
په یادو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، د نوي کابل ښار د پروژې پلان په تېر حکومت کې جوړ شوی و، چې د اداري فساد، د حقوقي او قانوني او ځینې نورو ستونزو له امله د یادې پروژې چارې په ټپه ولاړې وې.
هغه وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصینو او رهبرۍ او دغه راز د ا.ا.ا د رهبري په ملاتړ برلاسي شوو، چې د دې لویې او ملي پروژې ټولې قانوني او حقوقي ستونزې حل او دا دی نن یې د دویمې سترې پرانستې شاهدان یوو.
ښاغلي نعماني وویل، د دې سترې ملي پروژې د چارو د پیل سره به په افغانستان کې په اقتصادي، ټولنیز، تخنیکي او فرهنګي برخو کې لوی بدلون رامنځته شي، منظمه ښاري وده او پراختیا به پیدا شي، د کار کولو زمینه به برابره شي او خلکو ته به معیاري او مناسب کورونه په لاس ورشي.
نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت به د هوسا، پر ځان بسیا او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي او تمه یې وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به ځینې نور ودانیز شرکتونه هم په نوي کابل ښار کې چارې پیل کړي.
د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د ا.ا.ا نورو لوړو پوړو چارواکو هم ګټورې او ارزښتناکې وینا وکړې او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او پانګوالو ته یي په ټول هېواد کې د هر ډول امنیت ډاډ ورکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني او د طلایي ښارګوټي شرکت ترمنځ د نوي کابل ښار لومړي فاز په (2.6) برخه کې د پلان او نقشې مطابق د عملي چارو د پیل اجازه لیک لاسلیک شو او د بنست ډبرې اېښودو په ترڅ کې عملاً چارې پیل شوې.