په سمنګان ولايت کې ۲ جريبه ځمکه انتقال شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۱۰:۱۶
سمنګان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د ځمکو د لېږد په لړ کې په تازه ډول سمنګان ولايت کې ۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه انتقال کړه.

دا ټوټه ځمکه د لوی څارنوالۍ په غوښتنه د حضرت سلطان ولسوالۍ د ابتدائيه څارنوالۍ د ودانۍ جوړولو په موخه ولېږدول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو په لېږد سره غواړي د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې د انکشافي پروژو د تطبيق لړۍ ته چټکتيا او سيمه‌ييزې ښې حکومتولۍ ته پراختيا ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز کې د استنادي دیوالونو د پروژو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۱۳

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند د شاحسن ‌خېل او مغلیزو سیمو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو پروژو له روانو چارو څخه ساحوي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۶
Background image

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د تفصیلي پلان د خط اچونې چارې بشپړې کړې.

یاد پلان د ۴۸۶. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت